IQNA

د رحب المرجب د مبارکې میاشتي  اعمال

15:05 - January 15, 2024
د خبر لمبر: 3488573
ایکنا- د خداِ میاشت "رجب المرجب  پيل شوې ده  او ددې  لپاره چې وتوانیږو، د رجبیونو یوه برخه شو، د پیغمبر اکرم(ص)  او دآیمه معصومین علیهم السلام  له خوا د سپارښتنه کړئ شوو  مستحبو عملونو څخه  مرسته واخستل شو.

ایکنانیوز راپور راکوي ، د رجب المرجب مبارکه میاشت پیل شوې ده ، د رجب میاشت  ولې رجب المرجب ولې نومول شوې ده  ؟

؛مرجب؛د لوي ، پرتمین  او په هیّت په معنا ده او یو صفت دی  د رجب دمبارکې میاشتې  لپاره د ددغې میاشتې د لويوالی لپاره،رجب ته عصاب هم وئیل کیږي ځکه  پر امت  د خدای دیر رحمت وریږي.

د رجب میاشت دخدای میاشت ده او ددغې میاشتې د حرمت او عزت رعایتونکي ددې میاشتې   داعمالو به دلیل ؛رجبیون ؛ بلل کیږی اوا هماغه چې  په قیامت کې یوه فرښته غږ کوي، ؛ أین الرجبیون»     چرته ته هغه خلک چې  د رجب میاشت  احترام ئې کړی دی .خداوندمتعال په قدسی حدیث کې  فرمائي؛ د رجب میاشت  مو د ما او د ما د بندګانو ترمینځ یوه رسئ ګرځولې ده ، هرڅوک  ورباندې منګولې ښخې کړي ،رما وصال ته رارسیږي، او به قدسی حدیث کې په یوه بل ځای کې  هم وئيل شوی دی ،؛ د رجب میاشت د ما  میاشت ، بنده ، زما بنده  او رحمت ، زما رحمت دی ؛ هر چا چې په دغې میاشتې کې  زه وغوښتم (له ما ئې دعا وغوښته)نو دعا ئې قبلوم  او هرچا  چې  ماته  حاجت راوړ، نو ورته ئې  ډالۍ کوم::::

ددې لپاره چې  په دغې مبارکې میاشتې کې  چې  د الهي رحمت د  نزول میاشت ده ، د رجبیونو بخره و ګرځو ،نو  د ددغې میاشتې  له سپارښتنه شوو  مستحبو عملونو څخه  استفاده کولی شو.

د ر جب  د میاشتې د لومړۍ شبې غوره دعا؛  غوره ده چې د رجب د میاشتې د لیدو په وخت  دغه دعا ولوستل شي ؛ اللّهُمَّ بارِکْ لَنا فِی رَجَبٍ وَ شَعْبانَ، وَ بَلِّغْنا شَهْرَ رَمَضانَ، وَ أَعِنَّا عَلَی الصِّیامِ وَ الْقِیامِ، وَ حِفْظِ اللِّسانِ، وَ غَضِّ الْبَصَرِ، وَ لا تَجْعَلْ حَظِّنا مِنْهُ الْجُوعَ وَ الْعَطَشَ» (لإقبال بالأعمال الحسنة (ط - الحدیثة)، ج‌۳، ص: ۱۷۳)    ؛ او همدازاز مستحبه ده  انسان د ماسختون لمونځ و روسته  ووائي ؛  اللّهُمَّ إِنِّی أَسْأَلُکَ بِأَنَّکَ مَلِیکٌ، وَ أَنَّکَ عَلی‌ کُلِّ شَیْ‌ءٍ مُقْتَدِرٌ، وَ أَنَّکَ ما تَشاءُ مِنْ أَمْرٍ یَکُونُ، اللّهُمَّ إِنِّی أَتَوَجَّهُ إِلَیْکَ بِنَبِیِّکَ مُحَمَّدٍ نَبِیِّ الرَّحْمَةِ صَلَواتُکَ عَلَیْهِ وَ آلِهِ، یا مُحَمَّدُ یا رَسُولَ اللَّهِ إِنِّی أَتَوَجَّهُ إِلَی اللَّهِ رَبِّی وَ رَبِّکَ‌ لِیُنْجِحَ بِکَ طَلِبَتِی، اللّهُمَّ بِنَبِیِّکَ مُحَمَّدٍ، وَ بِالأَئِمَّةِ مِنْ أَهْلِ بَیْتِهِ أَنْجِحْ طَلِبَتِی، (الإقبال بالأعمال الحسنة» (ط - الحدیثة)، ج‌۳، ص: ۱۷۵)   او بیا  له خداوندمتعاله  خپل حاجتونه وغواړي.همداراز  د  ؛یا من ارجوه لکل خیر...»   دعا  ددغې میاشتې په شپو ورځو کې ډيره سپارښتنه شوې ده.  

د رجب د میاشتې د لومړۍ شپې لمونځ ډیر ثواب لري؛

د رجب د میاشتې د لومړي شپې لپاره ځیني لمانځونه  نقل شوي دي چې د دوو لمونځونو د اقامې په څير تشریح کوو.

لومړی لمونځ؛  د ماښام له لمانځه وروسته  لس رکعته لمونځ ،دوه دوه رکته ولولئ چې په هر رکعت کې یو ځل د فاتحې سوره، او یو ځل د اخلاص سوره لوستل کیږي، همداراز  د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) څخه روایت شوي دی چې  فرمائي؛ دغه لمونځ ماته روح الامین راته  زده کړی دی  او چا چې دغه لمونځ ادا کړ ،نو ځان، کورنۍ  او خپل بچیان او مال ئې خوندي وساتل  او د قبر له عذابه  پناه ورکول کیږی او  له صراطه  له کوم حساب پرته  د بریښنا په حير تیریږي.::

دوهم لمونځ ؛ د ماسخوتن  له لمانځه وورسته دوه رکعته لمونځ اداکیږي ، چې په لومړي رکعت کې د فاتحې سوره او   ؛الم نشرح ؛او قل هوا الله  احد  او  معوذتین،هر یو،  یو یو ځل ولوستل شي. بیا تشهد ولوستل شي  او ورپسې سلام  ولوستل شي  او  له دې وروسته  دیرش ځله  ؛لا اله الا الله ؛ ووئيل شي  او دیرش ځله  پر پیغمبراکرم(ص)صلواة او سلام  واستول شي.

 رسول الله بزرګوار  فرمائي ؛ څوک چې د رجب د میاشتې په تیره بیا په لومړۍ شپه  دغه لمونځ  ادا کړي ، نو د هغه تیرې ګناهانې بخښل کیږي او  هغه  دهغې ورځې په شان  وي ،  لکه چې له موره وزیږیږي.

د رجب د میاشتې په لومړۍ شپه غسل کول  او د حضرت امام حسین علیه السلام د زیارت  لوستل هم ډير زیات ثواب لري . د رجب دمبارکې میاشتې  لومړنۍ شپې ژوندي کول  هم ډير فضیلت لري.

د رجب د میاشتې  ګډ عملونه ؛

د رجب د میاشتې  په شپو ورځو کې نور  د ډيرو عملونو سپارښتنه شوې ده ،یعني په رجب میاشت کې ،  دغه دعا لوستل ډير ثواب لري ؛ یا مَنْ یَمْلِکُ حَوآئِجَ السّآئِلینَ، ویَعْلَمُ ضَمیرَ الصّامِتینَ، لِکُلِّ مَسْئَلَة؛ مِنْکَ سَمْعٌ حاضِرٌ وَجَوابٌ عَتیدٌ اللّهُمَّ وَمَواعیدُکَ الصّادِقَةُ واَیادیکَ الفاضِلَةُ؛ وَ رَحْمَتُکَ الواسِعَةُ فَاَسْئَلُکَ اَنْ تُصَلِّیَ عَلی مُحَمَّد وَآلِ محمد؛ واَنْ تَقْضِیَ حَوائِجی لِلدُّنْیا وَالاْخِرَةِ، اِنَّکَ عَلی کُلِّ شَیْء قَدیرٌ.

همداراز پیغمبر اکرم(ص) فرمائي؛هرڅوک  چې په رجب المرجب میاشت کې ۱۰۰ځله  أَسْتَغْفِرُ اللّهَ الَّذِی لا إلهَ إِلاّ هُوَ، وَحْدَهُ لا شَرِیکَ لَهُ وَ أَتُوبُ إِلَیْهِ»   ووائي او  په آخر کې تریوه حده صدقه هم څنګةکیږدي ، نو خداوندمتعال  دهغه په کار کې  رحمت، مغفرت او  دهغه په نصیب کوي او هرڅوک چې ۴۰۰ځله دا  عمل وکړي ، نو د شهیدانو هومره  فضیلت لري ، او هم بیا فرمائي  ؛هرڅوک چې زر ځله  ؛لا اله  الا الله ؛ په رجب میاشت کې ووائي ،نو د خداوندمتعال  له خوا د هغه لپاره  ډيرې حسنې او ثوابونه لیکل کیږي.

د رسول الله بزرګوار(ص) له خوا  په یوه روایت کې راغلي دي ،  چې هغه بزرګوار فرمائي، هرڅوک چې  په رجب میاشت کې یوه روژه وساتي ،  او څ لور رکعته لمونځ  ادا کړي ،(په یوه سلام سره دوه رکعته) او په هر رکعت کې ۱۰۰  ځله آیت الکرسي   ولولي ،  او په دوهم رکعت کې هم ۲۰۰ ځله قل هوالله احد  سوره  ولولي ، نو  له دې مخکې چې  مړ شي ، ځان به په بهشت کې  وویني  او یا حتی   بل څوک به  په بهشت کې د هغه ځای وویني  او د هغه لپاره به ئې تعریف کړي.::::  

https://iqna.ir/fa/news/4193207

captcha